عراق کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو پړه داعش ومنله

عراق کې په غبرګو ځانمرګو بریدونو کې ۳۲ کسان وژل شوي

د اسلامي دولت تروریستي ډلې یا داعش، د عراق په پلازمېنه بغداد کې د پرونیو غبرګو ځانمرګو بریدونو مسوولیت واخېست.

په هغه پېښه کې چې په تېرو درېیو کلونو کې په بغداد کې له خونړیو پېښو ګڼل کېږي، ۳۲ کسان وژل شوي دي.

عراقي چارواکي وايي په دې حمله کې چې د بغداد د طیران میدان په یوه سرخلاصي بازار کې شوې، شا او خوا ۱۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې خبري اژانس اعماق په خپل ټیلګرام چینل کې ویلي، په دې حمله کې د دوی دوو جګړه مارو ځانونه منفجر کړي دي.

تر څو میاشتنو محدودیتونو وروسته دغه بازار کې د حملې پر وخت د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه.