ننګرهار چارواکي: خوږیاڼیو او شېرزادو کې ۱۶ طالبان وژل شوي

ارشیف، ننګرهار کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ننګرهار چارواکي په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۶ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن جمعه (د سلواغې ۳مه) سهار د دې عملیاتو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "د دې عملیاتو پرمهال د طالبانو د پنځو سرګروپانو په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي او د دوی موټر، وسلې، یوه دهشکه او نور مهمات تخریب شوي دي."

د ننګرهار چارواکو پرون له دې مخکې په هسکې مېنې او خوږیاڼو ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۳۴ طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.

د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګې همدا راز په یوه بیان کې ویلي دي چې په اچین ولسوالۍ کې د سیف الدین په نوم د طالبانو یو سرګروپ د ماین د جوړولو پر مهال په چاودنه کې وژل شوی دی.

په بیان کې راغلي چې دې چاودنه کې د سیف الدین درې پاکستاني ملګري هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.