ننګرهار چارواکي: ۲ ولسوالیو کې۳۴ طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۳۴ طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې۳۱ طالبان د هسکې مېنې په تړلي کنډو او دیواني سیمو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي او یو وسله وال طالب ژوندی نیول شوی دي.

دې دفتر په یوه جلا بیان کې د خوږیاڼیو ولسوالۍ په خدرخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د تراب په نوم د یوه قوماندان په ګډون د درېیو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.