اوکرایني چارواکو د دې هېواد په ختیځ کې د سپین ږیرو او سپین سرو د ساتنې په یوه مرکز کې د اور لګېدو د پېښې د قربانیانو لپاره نن جمعه (د سلواغې ۳مه) د ویر ورځ اعلان کړې.
دا پېښه پرون پنجشنبې د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکییف کې وشوه چې په ترڅ کې یې ۱۵ کسان مړه شول.
د اوکراین د بېړنیو خدماتو اداره وايي، په دې مرکز کې چې د خارکییف په لمنو کې پروت دی، د اور له لګېدو وروسته نهه کسان د مرستندویو ډلو له خوا وژغورل شول چې اوس تر درملنې لاندې دي.
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې په پېښه کې ۱۱ نور کسان ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه یې د مرکز له منیجر او درېیو کارکوونکو څخه تحقیقات کړي دي.