لېتوانیا: اروپايي ټولنه دې پر روسیې نور بندیزونه ولګوي

د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لاندس بیرګیس

د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر پر روسیې د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې.

ګابریلیوس لاندس بیرګیس پرون پنجشنبې(د سلواغې ۲مه) د ازادۍ راډیو له بېلاروسۍ څانګې سره په ځانګړې مرکه کې پر اروپایي ټولنې غږ وکړ چې د کرملېن د منتقد او د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني له نیول کېدو وروسته پر کرملین نور بندیزونه هم ولګوي.

د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بوریل باید په را روانه میاشت کې مسکو ته خپل سفر هم لغوه کړي.

ناوالني چې د وژونکو کیمیاوي موادو په وسیله له مسمومېدو وروسته په جرمني کې تر علاج لاندې و، په روانه اوونۍ کې مسکو ته د راستنېدو پر مهال ونیول شو.