جوبایډن د 'اېف.بي ای' مشر ته: خپلې دندې ته دوام ورکړه

د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې مشر کریستوفر ورې

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر جوبایډن د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې 'FBI' مشر کریستوفر ورې ته ویلي دي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

ورې پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ ګومارلی و.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن پساکي پرون پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) پر ټویټر په یوه بیان کې وویل، بایډن غواړي د 'FBI' مشر پر خپله دنده پاتې شي. هغې لیکلي چې ولسمشر پر نوموړي، د دې دندې د پرمخ بیولو باور لري.

پساکي له دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې له ولسمشر سره یې د ورې په اړه خبرې نه دي کړې.

له دې څرګندونو وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې ګنې ۵۴ کلن ورې له دندې لېرې کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې په بېګاني ټویټ کې ولیکل چې د دې وینا یوه غیر عمدي لانجه جوړه کړه.

د 'FBI' مشران د لس کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. ورې شپږ کاله نور وخت لري جې پر دې دندې کار ته دوام ورکړي.