د کرنې وزارت: اماراتو ته د افغانستان د صادراتو کچه څو برابره زیاتېږي

ارشیف، د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان د حاصلاتو او تولیداتو د صادرولو بهیر

د افغانستان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هڅې روانې دي چې سږ کال اماراتو ته د صادراتو کچه څو برابره زیاته شي.

د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبعیي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري وايي چې ۱۳ کرنیز توکي چې کولای شي د متحده عربي اماراتو د مارکېټ غوښتنې ته ځواب ورکړي، باید په جدې توګه پرې کار وشي.

ښاغلی غفوري زیاتوي، له هغو سوداګرو سره چې متحده عربي اماراتو ته کرنیز محصولات صادروي، د هوایي دهلېز او ځمکني ټرانسپورت په برخه کې د دوی د ستونزو او دغه‌راز د پروسس، بسته‌بندۍ، سرټیفکېټونو او د مېوو او سبو سټنډرد کولو په برخه کې یې پر شته ستونزو او ننګونو خبرې کړې دي.

امارات د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره ښه بازار دی او له څو کالو را په دې خوا د افغانستان یو شمېر بڼوالۍ او کرنیز بېلابېل محصولات متحده عربي اماراتو ته صادرېږي.