په افغانستان کې یو البانیايي سرتېری ووژل شو

ارشیف، په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې یو وژل شوی البانیایی سرتېری

د البانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل یوه سرتېري وژل تأیید کړل.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه‌یې خپره کړې ویلي چې وژل شوي سرتېري یې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت کې دنده ترسره کوله.

دفاع وزارت یوازې دومره ویلي چې دا پېښه د سې شنبې په ماښام شوې، خو د ځای او څرنګوالي په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

دا د البانیا چې په ۲۰۰۹ کال د ناټو غړې شوې، دوهم سرتېری دی چې د سوله‌ساتو ځواکونو په نړیوال مأموریت کې وژل کېږي.

البانیا په افغانستان کې ۹۹ سرتېري لري چې د کابل او هرات په اډو کې دېره دي.