د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ ورته په سپینه ماڼۍ کې له سخاوته ډک یو لیک پرېښی دی.
دا هغه دود دی چې ولسمشرانیې د خپل کار په وروستیو ورځو کې ترسره کوي، خو د ټرمپ لیک له دې پلوه هم مهم بلل کېږي چې هغه ډېر دودونه تر پښو لاندې کړي و، بایډن تهیې خپله ماتې نهوه ومنلې، نهیې هغه ته مبارکي ورکړې او نهیې هم پرون د هغه د لوړې په مراسمو ګډون کړی دی.
بایډن چې پرونیې د امریکا د ۴۶ م ولسمشر په توګه لوړه وکړه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د دغه لیک محتوا په ډاګه نهکړه او ویېویل چې هغهیې شخصاً ده ته لیکلی او تر هغو بهیې جزئیات په ډاګه نهکړي چې ټرمپ سرهیې خبرې کړې نهوي. بایډن یوازې دومره وویل چې دا له سخاوته ډک یو لیک دی.
ټرمپ د بایډن د لوړې په مراسمو کې په نهګډون سره په څه باندې یوه نیمه پېړۍ کې خپل نوم د یوه داسې ولسمشر په توګه چې له دې مخکې د دندې په مهال هېڅ یوه ولسمشر نهو ترسره کړی، ثبت کړ.
هغه پرون د ورځې وختي له سپینې ماڼۍ ووت او په الوتکه کې فلوریدا ایالت کې خپل استوګن ځای ته ولاړ.