د کاناډا صدراعظم: خپلواک او ولسواک افغانستان ته له رسوونکې سولې ملاتړ کوو

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو وایي، هېواد یې افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ کوي چې له مخې یې دغه هېواد باثباته او خپلواک شي او ولسواک نظام ولري.

ترودو دغه څرګندونې پرون ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وایي چې ترودو له ښاغلي غني سره په دغو خبرو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.

دواړو لورو د ناټو د دفاع وزیرانو په راتلونکې غونډه چې فبروري کې جوړېږي، هم خبرې وکړې او ویې‌ویل چې دې غونډه کې باید د افغانستان پر وړاندې ګډ او همغږی سیاست رامنځته شي چې له مخې یې د سولې خبرې مطلوب هدف ته ورسېږي.

افغان ولسمشر پرون په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس وېلسن او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له قوماندان سکاټ مېلر سره هم د سولې پر بهیر او د امریکا له نوي حکومت سره د اړیکو په اړه (مفصلې) خبرې کړې دي.