د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلې نن د درېیو یو ورځنیو لوبو لومړنۍ سیالۍ ترسره کوي.
کرکټ بورډ وایي، افغان لوبغاړو دغې سیالۍ ته پوره چمتووالی نیولی او تمرینونهیې ورته کړي دي.
دا سیالۍ د افغانستان په وخت د سهار په لس نیمو بجو په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
دا په تېر نږدې یوه کال کې چې نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړنۍ نړیواله سیالۍ ده.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دغه سریز دوهمه او درېیمه لوبه د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.