بایډن ته قاضي‌القضات جان رابرت په کانګرس کې قسم ورکړ

عکسونه؛ ولسمشر جو بایډن لوړه وکړه

جو بایډن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له دې سره د ډونالد ټرمپ د واک څلور کلنه دوره پای ته ورسېده.

۷۸ کلن بایډن ته د امریکا د سترې محکمې قاضي‌القضات جان رابرت د کانګرس په انګړ کې قسم ورکړ.

بایډن د انجیل پر هغې نسخې قسم یاد کړ چې له ۱۸۹۳ کال راهیسې د ده له کورنۍ سره دی.

تر لوړې وروسته نوموړي ولس ته په وینا کې وویل: "زه تاسو سره دا ژمنه کوم چې زه به د ټولو امریکایانو ولسمشر اوسم. د ټولو امریکایانو او تاسو سره وعده کوم چې د هغو کسانو چې زما ملاتړ یې نه‌دی کړی عیناً د هغو کسانو په څېر ننګه کوم چې ملاتړ یې کړی دی."

نوموړي په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کال کې هم د انجیل پر همدې نسخې هغه مهال قسم خوړولی و چې د امریکا د ولسمشر د مرستیال په توګه‌یې دنده پيلوله.