د اروپایې شورا مشر وایي، نن امریکا د خپلې ډیموکراسۍ ځواک ثابت کړ.
چارلز مېشل نن چهارشنبه اروپایې پارلمان ته په وینا کې هیله وښوده چې په امریکا کې د واک د لېږد چاره په سوله ییز ډول ترسره شي.
نوموړي د نړۍ په ثبات کې د اروپا رغنده رول ته په اشارې وویل چې د خپلو ګټو د دفاع او د ارزښتونو د پراختیا لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده چې دا کار د ده په وینا د امریکا په څېر د یوه پیاوړي متحد لاس نیوی غواړي.
مېشل په دې برخه کې د پنځو لومړیتوبونو یادونه وکړه: "موږ باید پر پنځو لومړیتوبونو کار وکړو:
- لومړی، د دوه اړخېزو همکاریو پیاوړتیا.
- دوهم، له کوویډ- ۱۹ ناروغۍ سره مبارزه.
- درېیم، د چاپیریالي بدلون سره مقابله.
- څلورم، د خپلو اقتصادونو بیارغول او د سوداګرۍ ډاډمنول.
- پنځم د امنیت او سولې لپاره د ځواکونو یوځای کول. دا به آسانه کار نه وي، خو په ګډه پر دې ستونزو برلاسي کیدای شو."
د اروپایي شورا مشر په تېرو څلورو کلونو کې د اروپا او امریکا اړیکې دردوونکې وبللې.