د افغانستان د ټولګټو وزارت د خپلو ۱۹۲ کار کوونکو د دندو ځای بدل او ځینې يې د تنخواګانو په خونديتوب سره کار ته په تمه وګرځول.
د دغه وزارت چارواکي وایي، یاد وزارت دا چاره د ظرفیت لوړونې او فساد سره د مبارزې لپاره تر سره کړې ده.
د دغه وزارت ویاند خلیل الرحمن امید ازادي راډیو ته وویل چې له دې شمېر کار کوونکو ۴۰ تنه ښځینه کار کوونکې یې بېرته په وزارت کې په دندو ساتلي دي.
خو بل خوا معترض کارکوونکي وایي چې ياد وزارت دا کار غیر قانوني کړی دی.
يو شمېر دغو معترضین ازادي راډیو سره په خبرو کې نیوکې کړي چې کلونه یې په ټولګټو وزارت کې کار کړی، خو اوس بې دلیله منفصل کېږي.
د دغو کار کوونکو د څرګندونو په اړه بیا د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې د دوی دا پرېکړه په اداري پروسېجر او قانون کې شته او په دې سره غواړي چې یاد وزارت کې اصلاحات رامنځته کړي.