امریکا او اروپايي ټولنو کې د کرونا ضد واکسین پروګرامونه چټک شوي 

ارشیف، فرانسه کې یوه واکسیناتوره په کرونا اخته یوه ناروغ ددې وبا ضد واکسین پلی کوي.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې دواړو کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د واکسین پروګرامونه داسې مهال چټک شوي چې دواړو وچو کې د یاد ویروس له کبله د مړو شوېو کسانو شمېر تر ۴۰۰ زرو اوښتی دی.

په امریکا کې دا خبر داسې مهال خپور شو چې نوی منتخب ولسمشر جوبایډن نن چهارشنبه (د سلواغې لومړۍ نېټه) لوړه کوي او له دې وبا سره مبارزه او د واکسین پروګرام ګړندي کول یې د خپلې کاري اجنډا په سر کې راوستې ده.

په امریکا کې یوازې تېره میاشت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه شااوخوا یو لک کسان مړه شول.

روغتونونه هم د ژمي موسم په را رسېدو سره چې د ویروس خپرېدل په کې اوج ته ورسېد، له سختو فشارونو سره مخامخ دي.

هاخوا اروپايي ټولنه کې وروسته له هغه چې له کرونا ویروسه د مړو شمېر تر ۴۰۰ زرو واوښت، دغه بلاک اټکل کړی چې د روان میلادي کال تر نیمایي پورې به د اروپایي ټولنې د ۴۴۶ میلیونه وګړو څخه اویا سلنې ته یې واکسین تطبیق کړي.

اروپایي ټولنه د کافي واکسین د نه برابرولو له کبله دې وروستیو کې له انتقادونو سره مخامخ ده.