ارزګان کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او ۳ ښځې یې ټپیانې کړي

د ارزګان ولایت روغتون

د ماین چاودنې په ارزګان ولایت کې یو ماشوم وژلی او درې ښځې یې ټپیانې کړي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن چهارشنبه (د سلواغې لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون د دې ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "ګېزاب لسوالۍ کې د ملکي وګړو په کورونو کې طالبانو ماینونه ښخ کړي وو چې له بده مرغه پر یوې کورنۍ د دوی په کور کې وچاودېد، یو ماشوم په کې ووژل شو او درې ښځې یې ټپیانې کړې."

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان ځواکوانو یادې ولسوالۍ کې په نوېو تصفیوي عملیاتو کې د طالبانو څخه ګڼې سیمې پاکې کړې او زیات شمېر کورنۍ خپلو کورونو ته راغلې.

د ارزګان والي وایي، لسګونه ماینونه یې شنډ کړي چې د ده په وینا د خلکو کورونو کې ځای پر ځای شوي وو.