جو بایډن نن لوړه کوي

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او مېرمن‌یې

جوبایډن نن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه کوي.

۷۸ کلن بایډن به تر لوړې وروسته راساً سپينې مانۍ ته ځي څو د ډونالد ټرمپ ځای ونیسي.

د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې چې په سیمه‌ییز وخت د غرمې په ۱۲ بجو به وشي ډونالد ټرمپ ګډون نه‌کوي. دا په تېرو څه باندې ۱۵۰ کلونو کې لومړی وار دی چې تلونکی ولسمشر د خپل ځای ناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه‌کوي.

د بایډن د لوړې په مراسمو کې به پخواني ولسمشران جورج ډبلیو بوش، بېل کلنټن او بارک اوباما ګډون کوي.

په پلازمېنه واشنګتن ډي. سي کې د لوړې د مراسمو د امنیت لپاره زرګونه عسکر ځای پر ځای شوي دي.

امریکايي چارواکو وروسته تر هغه په پلازمېنه کې امنیتي تدابیر زیات کړل چې د جنورۍ په شپږمه د مظاهرو پر مهال خلک د کانګرس په ودانۍ ورننوتل.

د پولیسو او بریدګرو په نښتو کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.