چارواکي: ننګرهار کې هوايي بریدونو ۱۷ وسله‌وال طالبان ووژل

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي حمله

د ننګرهار والي ویاند وايي پرون مازیګر په سپین غر او سره رود ولسوالیو کې د دوو هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، په وژل شویو کې د دوی دوه قوماندانان هم شامل دي: "د دوو هوايي بریدونو په پایله کې د عبدالزاده مشهور په سنګري او برج په نومونو د دوی د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول. د دوی وسلې او مهمات تخریب شوي دي."

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه‌ده کړې.