ایراني چارواکو یو ایراني‌الاصله امریکايي سوداګر په جاسوسۍ تورن کړی

ارشیف، تهران ښار

د امریکايي رسنیو راپورونه وايي ایراني چارواکو یو ایراني‌الاصله امریکايي سوداګر په جاسوسۍ تورن کړی دی.

دا تحول په داسې حال کې راځي چې په وروستیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې خبري اژانس ته په یوه اعلامیه کې تأیید کړې چې د ایران له‌خوا د یوه بل امریکايي وګړي د نیول کېدو په اړه له راپورونو خبر دي.

په اعلامیه کې د دغه شخص د هویت په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي او نور جزئیات هم نه‌دي ورکړل شي.

خو ایراني رسنیو تېره پنجشنبه د عماد شرقي د نیولو راپور ورکړی و چې د ساوارا په نوم‌یې د یوه ایراني مالي شرکت مرستیال معرفي کړی و.