مایک پومپیو: چین د اویغور اقلیت په وړاندې عام‌وژنه ترسره کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، چین د اویغور اقلیت په وړاندې چې اکثریت‌یې مسلمانان دي، عام‌وژنه ترسره کوي.

مایک پومپیو پرون سې شنبه دا څرګندونې پر چین د فشار راوستلو لپاره په خپله وروستۍ کاري ورځ کې وکړې.

ښاغلي پومپیو پرون په یوه اعلامیه کې وویل: "زما په باور دا عام‌وژنه روانه ده او شاهدان یو چې له چین څخه د اویغور اقلیت د ورکېدو لپاره سیستماتیکه هڅه کېږي."

د بشري حقونو د ډلو په باور شاوخوا یو ملیون اویغوریان او نور ټبرونه چې اکثریت‌یې مسلمانان دي د شینجیانګ په کمپونو کې توقیف شوي دي.

چین دا تورونه ردوي او وايي دغه کمپونه د حرفوي روزنې لپاره دي.