کرملېن: د ناوالني نیول کېدل د روسیې یوه کورنۍ موضوع ده

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف

کرملېن نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) ویلي چې د نوېو اقتصادي بندیزونو د لګولو په اړه د یو شمېر لویدیځو هېوادونو څرګندونې ورته د پام وړ نه دي.

لېتوانیا، لاتویا او استونیا ویلي، دوی د اروپایي ټولنې له بهرنیو چارو وزیرانو غوښتي چې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالني د نیولو له کبله دې دغه ټولنه پر روسیې د اقتصادي بندیزونو په اړه بحث وکړي.

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف نن په یوې خبري غونډي کې ویلي چې د ناوالني نیول کېدل د روسیې یوه کورنۍ موضوع ده.

نوموړي دا هم ویلي چې د ناوالني د پلویانو د اعتراضونو څخه هم وېره نه لري.

الکسي ناوالني د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د پولیسو له ماموریته په یوه ویډیويي پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې حکومت-ضد اعتراضونو ته دوام ورکړي.

هغه وویل:"له تاسو غواړم چې غلي نه شئ. مقاومت وکړئ. لارو سړکونو ته راووځئ. له موږ پرته بل څوک زموږ ساتنه نه کوي. زموږ شمېر خورا زیات دی، هرهغه څه به ترلاسه کړای شو چې د ترلاسه کولو غوښتنه یې لرو."

ناوالني د یکشنبې ناوخته له جرمني څخه مسکو ته له رسېدو سره سم د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو.

یوه قاضي امر کړی چې ناوالنې دې د ۳۰ ورځو لپاره په توقیف کې وساتل شي.

ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.