"نږدې ١٠ میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو نشتوالي له خطر سره مخ دي"

آرشیف

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ اداره وایې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا لس میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو د نشتوالي له خطر سره مخامخ دي.

دغي ادارې نن په یوې اعلامیې کې ویلي، چې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانان چې ۹،۷ میلیونه یې ماشومان دي د خوراکي موادو په ګډون ژغورونکي ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه سازمان د روان میلادي کال لپاره د دغې اړتیا د پوره کېدو لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې مشر کریستوفر نیاماندي ویلي، چې افغانستان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او د کرونا ویروس له بحران سره په یوه وخت مقابل دی نو له دې کبله د ده په خبره دا هېواد په ډېر بد وضعیت کې دی او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

سیف د چلډرن تېره میاشت هم په یو راپور کې ویلي و، چې څه باندي ۳۰۰ زره افغان ماشومان له سخت ژمې سره مخامخ دي او د اړینې مرستي د نه رسېدو له کبله یې د هغوی د مړینې او ناروغۍ د احتمال په اړه خبرې کړې وي.