چارواکي: روان کال په لغمان کې ٢٢ زره مټريک ټنه ګلپيان توليد شوي

آرشیف

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې روان کال په لغمان ولایت کې ۲۲ زره مټریکه ټنه ګلپيان تولید شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې سږ کال په لغمان، بلخ، ننګرهار، کونړ او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ګلپيانو حاصلات زیات شوي او په ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې په هلمند ولایت کې بیا د هوږې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د هلمند د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو رئیس زلمی الکو وايي، چې روان کال په دغه ولایت کې درې نیم زره ټنه هوږه تولید شوې ده.