د افغان پوځ چارواکي د فاریاب ولایت په دوو ولسوالیو کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او د یوولسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپره شوه وايي، چې وسله والو ته دا مرګ ژوبله پرون د المار او قیصار ولسوالیو په اړوندو سیمو کې اوښتې ده.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.