په امریکا کې د "کوېډ١٩" له کبله د مړینو شمېر له څلور لکو واوښت

امریکا کې د کرونا ويروس له امله د مړ شوي کس جسد.

په امریکا کې د کوېډ١٩ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر له څلور لکو او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۴ میلیونو اوښتی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې پرون ماسپښین د دې وبا له کبله د مړو کسانو شمېر ۴۰۰۷۳۳ ته ورسېد.

کلیفورنیا لومړنی ایالت و، چې د کوېډ١٩ د ناروغانو شمېر یې پرون دوشنبې له درې میلیون واوښت.

د ژمي له رارسېدو سره د امریکا له دریو په دوه برخې ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبت موارد زیات شوي دي.

په عین حال کې چارواکو د کرونا د هغې نوې بڼې په اړه خبرداری ورکړی چې د پخواني هغې پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.