سټولټنبرګ: په افغانستان کې د ناټو حضور شرایطو پورې تړلی

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې او هغه ته یې ویلي چې د ناتو دریځ نه دی بدل شوی او په افغانستان کې یې حضورپه شرایطو پورې تړلی دی.

ښاغلي سټولټنبرګ دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې ناتو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو افغانستان بیا هیڅکله هم د نړیوال تروریزم په خوندې ځای بدل نه شي.

په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې ماموریت کې د شاملو ۳۸ هېوادونو شاوخوا لس زره سرتېري به د افغان ځواکونو چې د خپل هېواد امنیت ساتي، د روزنې، هغوی ته د سلا ورکولو او مرستو چارو ته دوام ورکړي.

په یوه بله ټویټ کې لیکل شوي، چې د دې ماموریت یوه جګپوړي قومندان ایټالوي جنرال البرتو ویزولي په هرات کې د ناټو یو مډال هغو سرتېرو ته ورکړ چې د افغان ځواکونو د روزنې په دې ماموریت کې یې ونډه اخیستې ده.