د جنوبي کوریا یوې محکمې د الکترونیکي وسایلو د سترې کمپنۍ سامسونګ مرستیال مشر د فساد په تور په دوهنیم کلونو بند محکوم کړی دی.
۵۲ کلن لیي جای یونګ مخکې د جنوبي کوریا د ولسمشرې پارک ګیون هي یو همکار ته د رشوت ورکولو په تور په ۲۰۱۷ کال کې په پنځو کلونو بند محکوم شوی و.
هغه ویلي چې کوم غلط کار یې نهدی کړی چې وروستهیې سزا کمه شوه او د استېناف غوښتنې په نتیجه کې په زندان کې د یوه کال بند له تېرولو وروسته خوشې شوی و.
سترې محکمې د هغه دوسیه بېرته د سئول عالي محکمې ته استولې وه چې ننیې دغه نوی حکم صادر کړ.
د سامسونګ کمپنۍ عواید د جنوبي کوریا د کورنیو ناخالصو عوایدو په ۱۰۰ کې ۲۰ جوړوي.