د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو یې د کابل ښار د ګذر یو وکیل له دوو کلاشینکوفونو او یوې اندازې مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره نیولی دی.
د وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه مهمات په ۱۳ حوزه کې د ګذر له وکیل څخه ترلاسه شوي دي.
ارین وایي، په دې اړه د پولیسو پلټنه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې پلازمېنه کابل کې نا امنیو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي.
همدا نن سهار هم د ملي شورا سړک ته نږدې او د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې پر دوو موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې د کابل امنیه قومانداني وایي، مرګژوبله نهلري.
پرون دغه ښار کې ناپېژانده وسلهوالو د سترې محکمې دوه قاضیانې په ډزو ووژلې.