عبدالله: مذاکره کوونکې ډله هڅه کوي روانې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وايي، د افغانستان مذاکره کوونکې ډله هڅه کوي چې په قطر کې روانې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي

عبدالله عبدالله دا خبره په هغه دوهمه مجازي غونډه کې وکړه چې پرون د افغانستان د سولې له پروسې د اجماع د پیاوړتیا په هدف رابلل شوې وه.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "تر هغه ځایه چې په موږ اړه لري، یو اصل چې زموږ مذاکره کوونکې ډله به‌یې تعقیبوي، تر خپله وسه روانو مذاکرو ته د سرعت بخښل دي. البته چې ټول‌شموله جوړجاړي ته رسېدل زموږ هدف دی."

په قطر کې د دولت او طالبانو مذاکراتي ډلو پرون ماښام په جلا جلا ټویټونو کې وویل چې د دواړو لورو د مذاکراتي ډلو مشرانو او غړو په خپلو کې غونډه وکړه چې د اجنډا ترڅنګ‌یې د راروانو غونډو په اړه بحث وکړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، وړمه ورځ یعنې د شنبې ماښام د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او د مذاکراتي ډلې له مشر عبدالحکیم حقاني سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.