د 'پي.ټي.اېم'مخکښه ثنا اعجاز: له بلوچستانه په زوره و ایستل شوم

د پښتون ژغورنې غورځنګ 'PTM'  مخکښه ثنا اعجاز

د پښتون ژغورنې غورځنګ 'PTM' مخکښه ثنا اعجاز وايي‌ چې د بلوچستان حکومت په زوره له دې ایالته ایستلې ده.

ثنا اعجاز د جنورۍ پر ۱۷مه د ازادې اروپا مشال راډيو ته وويل چې دا بلوچستان د پښتون مېشتې ولسوالۍ ژوب ته د یوه کتابتون پرانېستې ته ورغلې، خو پولیسو پرېنه ښوده.

نوموړې وویل: "دلته دومره ډير امنيتي کسان راغلي چې پاکستان کې ښايي په يو ترهګر پسې هم شايد ورنه شي. پولیسو او ټولو امنیتي کسانو راته ویلي چې یوه دقیقه خبرې به هم نه کوې او موږ یې را روان کړو او وايي چې د بلوچستان له حدودو به وځئ."

يو پولیس چارواکي چې رسنيو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، مشال راډيو ته د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې د قانون له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځينو مشرانو د ورتګ بندېز دی، نو ځکه هغوی په بلوچستان کې فعاليت نه شي کولای.

مشال راډيو ته رسېدلي ويډيوز ښيي چې ثنا اعجاز د ليویز د ګڼو امنيتي اهلکارانو په منځ کې په موټر کې کښېنول کېږي.

ثنا اعجاز څو ورځې مخکې د لنډې مودې لپاره پولیسو بندي کړې هم وه.