ترکمنستان د هلیکوپټرې د سقوط پېښه ۳ پوله ساتي وژل شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ترکمنستان درې پوله ساتي ځواکونه د یوې هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې وژل شوي دي.

د پېښې عیني شاهدانو ویلي هليکوپټره د برېښنا له لوړ ولتاژ یوې ستنې سره ولګېده او په ځمکه ولوېده.

پېښه د پلازمېنې عشق آباد ۶۰ کیلومترۍ کې د یاشلیک کلي کې چې له ایران سره پولې ته نږدې پروت دی، څو ورځې مخکې شوې او خبر ځکه په ځنډ خپور شوی چې د ترکمنستان چارواکي اکثر د پوځیانو د مرګ ژوبلو اعلان نه کوي.

یوه پوله ساتي افسر د نوم د نه ښودلو په شرط د ازادې اروپا راډیو ترکمن سرویس ته ویلي چې پېښه کې د پیلوټ په شمول درې واړه پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای وژل شوي.

پېښه د خرابې او لړجنې هوا په خاطر شوې ده.