افغان چارواکو او د بشري حقونو ډلو پر ښځينه قاضیانو برید وغانده

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

افغان چارواکو او د بشري حقونو ځینو نړیوالو ډلو په کابل کې د ښځينه قاضیانه وژنه غندلې ده.

د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوې دي.

د راپورونو له مخې په پېښه کې دوه نورې قاضیانې ټپیانې شوي دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هیدر بار لیکلي، د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه.

هغې په خپل ټوېټ کې زیاته کړې چې د سولې خبرو تاوتریخوالی زیات کړی.

د سترې محکمې د راپورونو له مخې ټول افغانستان کې دوه سوه ښځينه قاضیانې کار کوي چې له ډلې یې دا دی نن دوه تنه ووژل شوې.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوو ښځینه قاضیانو وژنه او د دوو نورو ټپي کېدل غندلي دي.

ارګ ماڼۍ د ولسمشر غني په حواله لیکلي چې :"د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له خوا په بې دفاع افغانانو باندې برید د اسلامي د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف دی."

هغه ویلي چې افغان امنیتي ادارې دې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.

چا په کابل کې پر ښځینه قاضیانو د برید مسوولیت نه دی منلی، خو په دې وروستیو کې د داسې هدفي وژنو پړه افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو اچولې ده.