فرانسه: امریکا او ایران باید بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ور وګرځي

ارشیف، ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان وایي، په فوردو تاسیساتو کې د ایران له خوا د یورانیمو شل فیصده پخول دا ښيي چې ایران د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

ژان-ایو لو دریان په یوه مرکه کې چې پرون شنبه 'Journal du Dimanche' ورځپاڼې خپره کړه ویلي، د نړۍ له قدرتونو سره له شوي تړونه د ایران پرله پسې سرغړونې دا اړینوي چې واشنګټن او تهران بېرته دغې موافقې ته ور وګرځي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک څو ورځې پاتې دي، ټرمپ ۲۰۱۸ میلادي کال کې په یو اړخیز ډول د ایران له اټمي تړونه ووت او بېرته یې پر دغه هېواد بندیزونه ولګول.

له دې سره پر ایران فشارونه سخت شول او دې کار د تهران او واشنګټن اړیکې بېرته خړې پړې کړې.

ژان-ایو لو دریان ویلي، په راتلونکې جون میاشت کې د ایران له ولسمشریزو ټاکنو مخکې ایرانیانو ته وایي چې اټمي فعالیتونه چې د ده په ټکو ډېر پر مخ تللي ودروي او اټمي تړون کې شوېو ژمنو ته ور وګرځي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو لو دریان

د فوردو تر ځمکې لاندې تاسیساتو کې د یورانیمو شل فیصده پخول که څه هم د اټمي وسلو یا بمونو د جوړولو په معنا نه دي، خو دا کار د دې ډول بمونو او وسلو جوړولو ته وخت لنډوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه ویلي چې د ایران دا هڅې باید ودریږي، ځکه دا د اټمي وسلو د ظرفیت جوړولو د پروسې یوه برخه ده.

ایران بیا له دې وړاندې تل ویلي چې اټمي وسلې نه جوړوي او ټینګار یې کړی چې اټمي پروګرام یې سوله ییز او ملکي اهداف لري.

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ویلي، که ایران بېرته د اټمي تړون ژمنو ته ور ستون شي، دی چمتو دی چې امریکا بېرته دغه تړون کې شامله کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، یوازې دا بسنه نه کوي چې واشنګټن او تهران بېرته تړون ته ستانه شي، ده ټینګار کړی چې سختو بحثونو ته اړتیا ده چې ایران د اټمي وسلو پراختیا او د خپلو ګاونډیو د بې ثباتۍ هڅې ودروي.

پردې سربېره پرون د جنورۍ په ۱۶مه اروپایي قدرتونو هم ایران ته د یورانیمو د یوه ري اکټور د څېړنې پر سر خبرداری ورکړ او ويې ویل، دا کار له اټمي تړونه سرغړونه ده.

بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: "موږ په کلکه له ایرانه غواړو چې دا ډول فعالیتونه پای ته ورسوي او په بشپړه توګه هغو ژمنو ته وګرځي چې اټمي تړون کې یې کړي دي."