نامعلومو وسله‌والو په کابل کې دوه ښځینه قاضیانې وژلي

ارشیف، کابل کې د یوې حملې سیمه

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د نامعلومو وسله‌والو په حمله کې په کابل کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوې.

د راپورونو له مخې، دا پېښه نن سهار اته نیمې بجې په قلعه فتح‌الله کې وشوه.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دواړو قاضیانو په ستره محکمه کې کار کاوه.

راپورونه وايي چې په دې برید کې دوه نورې ښځینه قاضیانې ژوبلې شوې دي.

په وروستیو کې په کابل او نورو ښارونو کې دې ته ورته هدفي بریدونه ډېر شوي او اکثره افغانان‌یې اندېښمن کړي دي.

عموماً د دې ډول بریدونو مسؤلیت څوک په غاړه نه‌اخلي، خو دولتي چارواکي وايي چې هدفي بریدونه د طالبانو له لوري کېږي.