واشنګټن ډي سي کې امنیتي تدابیر زیات شوي

واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد سرتېري

د امریکا متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

دا تدابیر وروسته له دې ډ‌ېر شول چې تېره اوونۍ د ډونالد ټرمپ پلویان په زوره د کانګرس ودانۍ ته ننوتل او له بلې خوا د نوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسم په رانږدې کېدو دي.

د جو بایډن د لوړې د مراسمو په درشل کې چې ټاکل شوې ده د روانې اوونۍ په ۲۰مه ترسره شي، د امریکا پوځ وايي چې په واشنګټن ښار کې به د ملي ګارډ ۲۵ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي.

په همدې حال کې یوه چارواکي له سي بي اېس شبکې سره په مرکه کې تأیید کړه چې د کورني امنیت وزارت په یوه راپور کې ویلي چې کورني سختدریځي د چهارشنبې په ورځ د جو بایډن د لوړې د مراسمو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

په همدې حال کې ویل شوي چې جو بایډن د لوړې مراسمو ته په رېلګاډي کې واشنګټن ته خپل سفر لغوه کړی دی.