جو بایډن، شرمن او نیولنډ د امریکا بهرنیو چارو وزارت لوړو پوستونو ته ونومول

د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون کې ستره مرکچي ویندي شرمن

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون کې خپله ستره مرکچي ویندي شرمن په بهرنیو چارو وزارت کې د دوهم لوړپوړي کس په توګه وګمارله.

مېرمن شرمن د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په سیاسي چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه او له ایران سره‌یې په اټمي تړون کې د خپل هېواد د مرکچیانو مشري کوله.

بایډن دغه‌راز تجربه کاره او متقاعده ډیپلوماته ویکتوریا نیولنډ د بهرنیو چارو وزارت د درېیم لوړپوړي پوست لپاره ټاکلې ده.

نیولنډ هغه مېرمن ده چې ۲۰۱۴ کال کې یې په اوکراین کې د خلکو له هغو اعتراضونو ملاتړ کاوه چې پایله کې یې پخوانی ولسمشر ویکتور یانکوېچ له دندې لیرې شو.

جو بایډن انتوني بلېنکن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکلی او دوه ورځې وروسته‌یې د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه د تأییدۍ په اړه غونډه جوړوي.

که نوموړی د بهرنیو چارو وزیر شي، شرمن او نیولنډ به‌یې تر مدیریت لاندې کار کوي.