د سیاسي مطالعاتو د مکتبونو په اړه د روسیې پر اقدام د اروپايي شورا اندېښنه

د اروپایي شورا سکرتر جنراله ماریجا پیچینووېچ

د اروپا د شورا رئیسې د روسیې پر هغه اقدام جدي اندېښنه وښوده چې د دغې شورا د سیاسي مطالعاتو د مکتبونو ټولنه‌یې د نامطلوبه سازمانونو په ډله کې شامله کړه.

د اروپا شورا د جنورۍ په ۱۴مه یوه لیک کې چې یوه کاپي یې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته رارسېدلې، له مسکو نه غوښتنه وکړه چې د دغې پرېکړې د دلایلو په اړه وضاحت ورکړي.

لیک د اروپایي شورا د سکرتر جنرالې ماریجا پیچینووېچ (Marija Pejcinovic) له‌خوا لیکل شوی او نوموړې د مسکو دغه پرېکړه د نه‌منلو وړ یاده کړې ده.

د روسیې لویې څارنوالۍ تېره ډسمبر میاشت کې د اروپایي شورا د سیاسي مطالعاتو مکتبونه چې د فرانسې په ستراتسبورګ ښار کې موقعیت لري، نامطلوبه وبلل او له عدلیې وزارته‌یې وغوښتل چې هغه په تور لېست کې شامل کړي.

په روسیه کې د ۲۰۱۵ کال د یوه قانون له مخې، د دغه هېواد لویه څارنوالي کولای شي هر هغه بنسټ نامطلوبه اعلان کړي چې د دغه هېواد امنیت ته ګواښوونکی وبلل شي.

د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو بیا روسیه تورنه کړې چې د دغه قانون له لارې غواړي د روسیې ضد غږونه چوپ کړي او د مدني فعالیتونو مخه ونیسي.