عربستان په قطر کې خپل سفارت بېرته پرانېزي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان

د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان وايي، تمه کېږي هېواد یې په راروانو ورځو کې په قطر کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.

په ۲۰۱۷م کال کې د سعودي عربستان تر څنګ متحده عرب اماراتو، بحرین او مصر د ټروریزم د ملاتړ په تور له قطر سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وځنډولې.

قطر چې دغه ډول تورونه رد کړي- ویلي وو، دا اقدام یې د ملي حاکمیت د کمزوري کولو لپاره شوی دی.

سعودي عربستان ۱۱ ورځې مخکې ویلي وو، د امریکا د متحدو ایالتونو په ملاتړ یې د عربي ټولنې د پیاوړتیا او د اختلافاتو د حل لپاره قطر ته یو هیئت لېږلی دی.

سعودي عربستان او قطر اوس د یو بل په وړاندې خپل هوايي حریمونه پرانیستي او ځینې الوتنې له سره پیل شوې دي.