د جرمني محافظه کار ګوند په کلیدي ټاکنو کې خپل نوي مشر وټاکه

ارمین لاشت

د جرمني محافظه کار ګوند، کرسشن ډیموکرات اتحاد په کلیدي انتخاباتو کې ارمین لاشت د خپل نوي مشر په توګه وټاکه.

نن د ګوند د مشرتابه لپاره ټاکنې په داسې حال کې وشوې، چې صدراعظمې انګیلا میرکل ویلي چې د روان کال په وروستیو کې د ګوند له مشرۍ لاس اخلي.

د کریسشن ډیموکرات ګوند د مشرتابه لپاره دغه ټاکنې د جرمني لپاره د یوه حساس کال په پیل کې کېږي، ځکه د روان میلادي په سپټمبر میاشت کې په جرمني کې ملي انتخابات کېږي.