چک جمهوریت د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې سره همکاري کوي

ارشیف، د چک جمهوریت ملي بیرغ

د چک جمهوریت د هوايي چلند اداره د افغانستان د ملکي هوايي چلند له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

په پراګ کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د همکاریو دغه تفاهملیک له حقوقي اړخه تر کتنې وروسته د افغانستان او چک د سفارتونو له لارې د لاسلیک لپاره چمتو کېږي.

د سفارت په وینا، د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې یو شپږ کسیز پلاوی د یوې اوونۍ لپاره چک ته په سفر کې په دې برخه کې پر همکاریو او تخنیکي ظرفیت لوړولو بحث وکړ.

چک جمهوریت له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې په نظامي برخه کې افغان پیلوټان روزي.