کندهار چارواکي: دامان کې برید؛ ۴ انتحاریان وژل شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کندهار د امنیت امر وايي، په دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر ورکشاپ په حمله کې څلور انتحاري حمله کوونکي وژل شوي دي.

جنرال فرید مشعل نن رسنیو ته وویل، په دې پېښه کې چې نن سهار شوې دوه امنیتي پوځيان ټپیان شوي.

هغه وویل: "ځانګړو ځواکونو، کومانډو او د ملي امنیت ځواکونو خپل ګډ عملیات پیل کړل، چې نهه نیمې بجې ته دوی سرکوب شول. مړي یې پر میدان پاتې دي. تحقیقاتي ټیم اخته دی چې د دوی ځای پر ځای کړي ماینونه شنډ کړي، چې دا وخت نیسي."

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دې حملې مسوولیت منلی او د لسګونو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.