د هلمند د ولایتي شورا رئیس ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو په موټربم چاودنه کې دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.
عطا الله جان افغان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، موتر بم چاودنه پر ۶۰۱ لویه لار د پولیسو پر پوسته شوې ده: "د برید په نتیجه کې دوه امنیتي ساتونکي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان شوي دي."
د هلمند امنیتي چارواکو په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.
وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.