۲۰۳ تندر قول اردو: لوګر ۳ وسله وال طالبان وژل شوي

په لوګر کې افغان امنیتي ځواکونه

۲۰۳ تندر قول اردو په لوګر ولایت کې د درېیو وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه.

د دې قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) سهار رسنیو ته وویل، ځینو وسله والو غوښتل تېره شپه په بره کي برک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه پلان کړي.

ښاغلي مومند زیاته کړه: "د هوايي ځواک په مرسته د وسله والو طالبانو د دې پلان د عملي کېدو مخه ونیول شوه، پر دوی برید شوی، په دې هوايي برید کې ۳ ترهګر طالبان وژل شوي او د دوی وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي."

د تندر قول اردو ویاند د افغان پوځیانو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.