امریکا د ټرمپ تر واکمنۍ لاندې د اعدام وروستی حکم عملي کړ

ولسمشر ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر واکمنۍ لاندې د اعدام دیارلسم او وروستی حکم عملي کړ.

د فډرال ادارې دا حکم په داسې حال کې عملي کېږي چې اټکل کېږي، ټاکلی ولسمشر جو بایډن په امریکا کې د اعدامونو روانه لړۍ بنده کړي.

اعدام شوی کس ډسټین هیګز 'Dustin Higgs' په ۱۹۹۶میلادي کال په مریلنډ ایالت کې د وحشي ژویو په یوه پناهځای کې د درېیو ښځو په وژنه محکوم و.

هېګز له تېرې اوونۍ درېیم کس دی چې د وژونکو زهرو پېچکاري ورته کېږي.