جرمني د نورد سټریم پایپ لاین د جوړولو جواز لاسلیک کړ.تمه ده دا پایپ لاین چې د روسیې ګاز د اوکراین له لارې پرته اروپا ته رسوي د جرمني اړوند اوبو باندې تېره شي.
د امریکا د بندیزونو په ګواښ او د چاپیریال ساتنې د ملاتړو پر مخالفت سربېره د جرمني فدرال اداره چې د سمندري اوبو مسوولیت لري، د دغه پایپ لاین د رغنیزو چارو اجازه ورکړې.
د امریکا متحده ایالتونو او یو شمېر اروپايي هېوادونو د دې پروژې ممانعت کړی ځکه د هغوی په باور د دې پایپ لاین بشپړېدل به په اروپا کې د روسیې د ګازو تاثیر زیات کړي او د روسیې د ګازو د ټرانزیټ د لارې په توګه د اوکراین رول له منځه وړي.
د دغه پایپ لاین موضوع د واشنګټن او برلین د اختلافونو یوه اصلي موضوع یادیږي.
خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د جمعې په ورځ ویلي، هیله مند دی چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له نوې ادارې سره په دې اړه خبرې وکړي.