د ایران، چین او عرب اماراتو پر ځینو شرکتونو د امریکا نوي بندیزونه

د امریکا ملي بیرغ

د امریکا متحده ایالتونو د ایران، چین او متحده عرب اماراتو پر ځینو شرکتونو نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکايي چارواکو په خبره یاد شرکتونه د ایران د کښتۍ چلوونې له شرکت سره د اوسپنې سوداګري لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، واشنګټن پر ۷ شرکتونو او دوو کسانو چې په ایران کې د اوسپنې د خرڅلاو په تړاو د امریکا بندیزونه له پامه غورځولي وو، په نوېو بندیزونو کې شامل کړي.

امریکا داسې وخت له ایران سره د کاراوبار په تړاو په ځینو شرکتونو بندیز لګولی چې تمه ده د جنورۍ په شلمه منتخب ولسمشر جوبایډن لوړه وکړي.