په کندز کې لسګونو لمونځ کوونکو نن د یوه ملاامام په لارښونه د زهرې په نوم پر یوې خصوصې راډيو برید وکړ.
د زهرې راډيو مسوول مدیر محسن احمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دې ډلې د فیروز کوهي دینې مدرسې د ملاامام په لمسون په داسې حال کې پر راډيو یرغل وکړ چې د لمانځه پرمهال راډیو خاموشه وه.
هغه وویل: "د جومات ملاامام له ټولو لمونځ کوونکو سره دننه راغلل. پر راډیو یې یرغل وکړ او ټول وسایل یې له منځه یوړل. دوی لیدل چې راډیو خاموشه ده خو بیا یې هم دا کار وکړ. هېچا ونه ویل چې راډیو خاموشه ده نو حمله ولې پرې کوئ."
ښاغلي احمدي پر سیمه يیزو چارواکو او د رسنیو د ملاتړ پر ټولنو غږ وکړ، چې د دې پيښې د پلټنې په برخه کې جدې اقدام کړي.
زهره راډیو او فیروز کوهې مدرسه دواړه د کندز ښار په فیروز کوهې کوڅه کې دي او له یوبل څخه کابو ۵۰ متره واټن لري.