په امریکا کې د نشه يي توکو يو قاچاقبر اعدام شو

آرشیف

په امریکا کې د نشه يي توکو هغه قاچاقبر اعدام شو چې سترې محکمې یې له کوېډ١٩ ناروغۍ تر رغېدو پورې د مهلت غوښتنه رد کړې وه.

۵۲ کلن کاري جانسن پرون د جنوري په ۱۴مه نېټه د اندیانا په فدرال محبس کې د وژونکې پېچکارۍ په وسیله ووژل شو.

په امریکا کې د اعدام سزا له اولس کلن ځنډ وروسته تېرکال بیا پیل شوه او له هغه راهیسې جانسن ۱۲ مجرم دی چې حکومت یې اعداموي.

د جانسن مدافع وکیل اعتراض کاوه چې د وژونکې پېچکارۍ په وسیله مړینه به نوموړی، چې سږي یې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله زیانمن شوي، ډېر وځوروي.

خو سترې محکمې د جانسن او یوه بل مجرم لپاره چې نن اعدامېږي، د رغېدو تر وخته د مهلت غوښتنه رد کړه.