چارواکي: په غزني کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني ښار يوه څنډه. ارشيف

تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.

د دې قول اردو په خبره یوه ډله وسله والو طالبانو غوښتل تېره شپه په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړي.

د تندر قول اردو ویاند، اېمل خان مومند نن سهار رسنیو ته وویل، پر دغو وسلوالو هوايي حملې وشوې.

هغه زياتوي: "په اندړو ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی، همدارنګه په قره باغ ولسوالۍ کې د یوه ډلمشر په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او یو عراده فولډر [موټر] یې هم له منځه وړل شوی دی."

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسماً څرګندونې نه دي کړي.