د روسيې او سعودي چارواکو د سيمې امنیت او ايران په اړه بحث کړى

د عکس ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او چپ لور ته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان

د روسیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د امنیت او په تېره د خلیج له هېوادونو سره د تهران د اړیکو په اړه بحث وکړ.

سرګي لاوروف او فیصل بن فرحان پرون په مسکو کې سره ولیدل.

لاوروف له دې کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "غواړو د دې شاهدان واوسو چې ایران او د خلیج هېوادونه په خپلو کې خبرې پیل کړي، د اعتماد او شفافیت د رامنځته کولو لپاره موافقه لیکونه لاسلیک کړي او په ټوله کې له یوبل سره همکار واوسي. د خلیج لپاره د یوه امنیتي تفاهم د پراختیا په مقصد زموږ وړاندیز دقیقا د همدې هدف لپاره دی."

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د سعودي د بهرنیوچارو وزیر له خپل روس سیال سره په کتنه کې، په منځنۍ آسیا کې د ده په وینا د ایران د مداخلې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

هغه همداراز ویلي، چې د سوریې د جګړې د پای ته رسولو پر وړاندې اساسي خنډ د ایران نیابتي وسله والې ډلې جوړوي.